دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 210873
پروان کې ۷ افغان امنیتي سرتیري وژل شوي دي
د پروان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې طالبان یاد ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستې برید کړی دی.
د پروان ولایت د والي ویانده وحیده شهکار وايي، طالبانو تېره شپه  ( چهارشنبه غبرګولي ۶ ) د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په آنتن سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید کړی، چې په وینا یې ۷ سرتیري پکې وژل شوي دي.
د نوموړې په خبره د طالبانو یاد برید کې یو افغان امنیتي سرتېری وژل شوی هم دی، خو زیاتوي چې برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې نه یادوي.
طالبانو په دې اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
دا برید هېواد کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تر درې ورځني اوربند وروسته او په داسې حالت کې ترسره شوی، چې ویل کېده ښايي اوربند په نا اعلان شوي توګه د دواړو ښکیلو خواوو له لوري دوام پیدا کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguz9xwak9q74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته