کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې د غره ښوییدو پيښه کې ۳ کسان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 جوزا 1399 ساعت 10:59

د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ کې د یو غره د ښویدلو له امله ۳ کسان ملکي کسان وژل شوی دي


د غزني سیمه ییزو چارواکو ویلي تېره ورځ ماسپښین مهال د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ په غي غانتو سیمه کې د یوه غره د ښویدلو له امله ۳ ملکي کسان وژل شوی دي.
د غزني ولایت د والي ویاند وحید الله جمعه زاده له رسنیو سره په خبرو کي ویلي چېې یاد غره ته د سیمي د اوسیدونکو کورونه هم نیږدې وو چې یادو ۳ کسانو له ډلي یو يي د جانبو د ښوونځي مدیر وو او دوه نور چې په سیمه کې په کار بوخت وو.
د غره د ښودیو سیمي ته نیږدې د سیمي د اوسیدونکو ۲ دوه بابه کورونه هم تخریب شويخو نور پکي چاته زیان ندی رسیدلی.


د مطلب کود: 210879

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210879/غزني-کې-د-غره-ښوییدو-پيښه-۳-کسان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com