کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرپل کې ۳۱ طالب وسله وال امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 جوزا 1399 ساعت 12:28

په سرپل ولایت کې تيره ورځ ۳۱ کسه طالبان له خپلو وسلو سره د دغه ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.


د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه اعلامیه کې ولیي چې ياد کسان د کوهستانات ولسوالۍ اوسيدونکي دي او نور يې نه غوښتل جګړه وکړي، دوي په اوربند ټينګار کاوه چې چې د طالب ياغيانو بلې ډلې ورباندې بريد کړی، په نښته کې د يادې ډلې ۴ کسانو تر وژل کيدو ورسته ځانونه امنيتي ځواکونو ته تسليم کړي.
په تسليم شوو طالبانو کې د دوي ۳ مهم سرګروپان هر يو قاری شفيق الله د عبدالعزيز زوی، مولوی فضل الله بهاوی د محمد سرور زوی او عبدالقيوم د محمد سليم زوی شامل دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 210886

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210886/سرپل-کې-۳۱-طالب-وسله-وال-امنيتي-ځواکونو-ته-تسليم-شوي

آوا
  https://www.avapress.com