دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 210886
سرپل کې ۳۱ طالب وسله وال امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي
په سرپل ولایت کې تيره ورځ ۳۱ کسه طالبان له خپلو وسلو سره د دغه ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه اعلامیه کې ولیي چې ياد کسان د کوهستانات ولسوالۍ اوسيدونکي دي او نور يې نه غوښتل جګړه وکړي، دوي په اوربند ټينګار کاوه چې چې د طالب ياغيانو بلې ډلې ورباندې بريد کړی، په نښته کې د يادې ډلې ۴ کسانو تر وژل کيدو ورسته ځانونه امنيتي ځواکونو ته تسليم کړي.
په تسليم شوو طالبانو کې د دوي ۳ مهم سرګروپان هر يو قاری شفيق الله د عبدالعزيز زوی، مولوی فضل الله بهاوی د محمد سرور زوی او عبدالقيوم د محمد سليم زوی شامل دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaawnui49n6a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته