دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 210895
اسپر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ویستل یوازې یو غوراوی دی
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر، مارک اسپر وايي چې د دغه هېواد له ټاکنو مخکې تر نومبر میاشت پورې له افغانستانه د دوی د اتو زرو سرتېرو ویستل، یوازې یو غوراوی دی، خو «دا غوراوی ډېر قوي نه دی.»
خو د امریکا دفاع وزیر څرګنده کړې چې ټاکل شوې افغانستان کې امریکايي سرتېري تر ۸۶۰۰ پورې کم کړی شي.
مخکې له دې راپورونه ورکړل شوي وو چې امریکا غواړي تر نومبر میاشتې پورې خپل اته زره سرتېري له افغانستانه وباسي.
اسپر زیاته کړې ده:«دا ثابته شوې ده، دا چې موږ په کومې چټکتیا سره چې غواړو، باید حرکت ونکړو.»
هغه د دغې پوښتنې په ځواب کې چې آیاد راتلونکو شپږو میاشتو کې به له افغانستانه د امریکايي سرتېرو ویستل ممکن وي ویلي:«زه مهال ویش له مشخص کوم. موږ یو مهال ویش لرو چې راتلونکې مې میاشتې لپاره تنظیم شوی دی، خو مهال ویش د پرمختګونو پر اساس دی.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ(چهارشنبې د غبرګولي په ۷مه نېټه) د امریکا متحده ایالات ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي وو له افغانستانه به خپل سرتېري کورته ته ستانه کړي. هغه زیاته کړې وه چې امریکا افغانستان کې د پولیسو دنده لري او اوس یې وخت دی چې مسوولیت خپله افغانان پر غاړه واخلي.
مخکې له دې امریکايي رسنیو راپور ورکړی وو چې ترمپ سپېنې ماڼۍ کې له خبریالانو سره خبرو کې ویلي وو چې له افغانستانه خپل ټول سرتېري باسي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغان حکومت او طالبانو د بندیانو ازادول اصلي موارد دي. دغه هوکړه د تېر کال په کب میاشت کې لاسلیک شوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaownum49n6a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته