کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله به ډېر ژر د ملي مصالحې عالي شورا جوړه کړي

8 جوزا 1399 ساعت 17:31



عبدالله عبدالله او ولسمشر غني د کابینې او ملي مصالحې عالي شورا جوړولو باندې چانې وهي.
سپیدار ماڼۍ ته نږدې سرچینو خبریال وېب پاڼې ته ویلي چې ښاغلي عبدالله اوس خپل ټول پام د مصالحې عالي شورا جوړولو ته اړولی دی، تر څو د سولې پر لور عملي ګامونه واخیستل شي.
سرچینه همدا شان وایي چې کابینې لپاره د عبدالله له خوا د د کسانو په نښه کول پيل شوي او ژر به د عبدالله عبدالله له لوري د کسانو پېژندل بشپړ شي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم پر عبدالله او اشرف غني غږ کړی چې خپله کابینه ژر بشپړه کړي او نوملړ یې جرګې ته ور واستوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ اوس په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تېره اونۍ یې ویلي و چې ډېر ژر به کابینه بشپړه شي.
یو شمېر کارپوهان وایي کابینې لپاره د کسانو ګمارل باید د تخصص او لیاقت پر بنسټ وي، نه د قوم او ډلې پر بنسټ.
عبدالله عبدالله او ولسمشر غني د امریکا او نړیوالو ټولنو په بار بار ټیګار سره چې د یو ټول ګډونه حکومت د رامنځته کېدو غوښتنه یې کوله، لس ورځې وړاندې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د یو شمېر افغان سیاسي او جهادي مشرانو په حضور کې د سیاسي روغې جوړې تړون لاسلیک کړ، چې پر بنسټ یې عبدالله عبدالله د مصالحې عالي شورا مشر شو او همدارنګه د کابینې څوکۍ په مساوي ډول پر دواړو ووېشل شوې، خو تر اوسه د کابینې او مصالحې عالي شورا لپاره د کسانو ګمارل نه دي پيل شوي.
د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي کړکېچ د حل او سیاسي روغې جوړې تړون له لاسلیک په سیمه اییزه او نړیواله کچه هرکلی وشو.
 


د مطلب کود: 210924

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210924/عبدالله-ډېر-ژر-د-ملي-مصالحې-عالي-شورا-جوړه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com