دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۵۴
د مطلب کود : 210927
د ملي امنیت شورا خبر ورکوي، چې د طالبانو یو تخنیکي ټیم کابل ته رارسېدلی او د حکومت له تخنیکي ټیم سره د دواړو لورو د بندیانو پر خلاصون خبرې کوي.
دې شورا که څه هم په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي، خو جمهور رییس محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د حسن نیت په هدف د ۲۰۰۰ زره نورو طالب بندیانو د خوشي کېدو امر ورکړ.
تر دې وړاندې د بندیانو د خلاصون بهیر د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي ډېرېدو له کبله درول شوی و.
بلخوا، طالبان هم مني چې د دوی یو پنځه کسیز پلاوی همدا اوس په کابل کې دی او هغوی ته دنده ورکړل شوې، څو د طالب بندیانو د خلاصون په برخه کې تخنیکي مرسته وکړي.
د دې ډلې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، یاد پلاوی د طالب بندیانو د تصدیق او تثبیت په هدف کابل ته استول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د وري میاشتې پر ۱۳مه نېټه هم د طالبانو یو پلاوی د بندیانو د خلاصون او د هغوی د تصدیق په هدف کابل ته راغلی و، خو د ځینو اختلافونو له کبله بیرته دوحې ته ستون شو.
ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې هوکړې پر بنسټ افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي.
https://avapress.com/vdcgxz9xuak9qy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته