کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جلال اباد کې د محرقې ناروغي ډېره شوې

8 جوزا 1399 ساعت 18:54


د محرقې له ناروغۍ داسې مهال خلک شکایت کوي چې تېره ورځ ښار ته د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه تړل شوې لارې له نېږدې دوه نیمو میاشتو وروسته د موټرو د تګ راتګ پر مخ هم پرانیستل شوې.
ولسي خلک شکایت کوي چې په دې وروستیو څو اوونیو کې په ښار او ولسوالیو کې د محرقې ناروغۍ زیاته شوې او اندېښنه لري چې دا د کورونا ناروغۍ کوم ډول نه وي.
ننګرهار میشتي وایي، اوسمهال د هرې کورنۍ یو نه یو غړی یې پر یادې ناروغۍ اخته دی او یاده ناروغي ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کې ده.
«زمونږ د کورني ټول غړي پر محرقه اخته دي خلک وایي، دا محرقه نه ده بلکې د کورونا ناروغي ده چې خلک یې اندیښمن کړي داسې کور به نه وي چې څوک یې محرقه نه وي.»
په همدې حال کې د ننګرهار روغتیایي چارواکي هم مني چې په یاد ولایت د خلکو د بې پروایي له امله د کورونا ناروغي ورځ تربلې د ډېرېدو په حال ده او لامل یې د خلکو له لوري د روغتیایي لارښونو نه عملي کول یادوي.
د عامې روغتیا رییس نصیر احمد درانی تاییدوي چې ننګرهار کې د محرقې ناروغۍ د زیاتره ناروغانو د ټستونو نتیجې د کورونا مثبت وي.
نوموړی وایي، په همدې تړاو یې ځانګړی کمېسیون ټاکلی، چې له مخې به یې هېڅ ډاکتر په خپل سري ډول ناروغ ته د محرقې معاینات نشي ترسره کولای.
«ننګرهار کې د کورونا ناروغۍ دهیواد د نورو ولایتونو په شان هم زیاته شوې لامل یې د خلکو ګڼه ګوڼه او بې پروایي ده زیاتره ناروغان چې د محرقې لابراتو ته راځي نور اعراض او علایم یې د محرقي دي.»
بل لور ته روغتیاپالان اندېښنه لري او وایي، که عام خلک کورونا جدي ونه ګڼي او روغتیایي لارښوونو ته پام ونه کړي، د زیاتو خلکو پر کورونا د اخته کیدو ویره شته.
«که چیرې خلک خپل ځان او ټولنې ته پام ونه کړي نو لرې دې نه وي چې د ټولنې ډير خلک به پر یاده ناروغۍ اخته شي»
ننګرهار کې داسې مهال خلک په دې وروستیو کې د محرقې ناروغۍ له زیاتیدو شکایت کوي چې د عامې روغتیا وزارت په همدې موخه یو پلاوی هم ننګرهار ته د کورونا ویروس او محرقې ناروغۍ په اړه د ارزونې په موخه راستولی دی.
روغتیایي چارواکي وایي، چې راغلي پلاوی هم منلې چې په دې ولايت کې په محرقې اخته کسان کورونا ويروس نيولي او بايد خپلې روغتيا ته پاملرنه وکړي.


د مطلب کود: 210928

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210928/په-جلال-اباد-کې-د-محرقې-ناروغي-ډېره-شوې

آوا
  https://www.avapress.com