خوښ ديک ۰

کرېکټ: افغانستان او اسټرالیا په نومبر کې ټېسټ لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې افغان ملي لوبډله به د روان ۲۰۲۰ کال په نومبر میاشت کې د اسټرالیا له کرېکټ ملي لوبډلې سره یوه ټېسټ لوبه کوي.‌ د کرېکټ بورډ په اعلامیه کې راغلي چې دا لوبه د نومبر پر ۲۱مه نېټه د اسټرالیا په پېرت ښار کې پیلېږي.‌ که څه هم د ټېسټ‌ کرېکټ ډېری لوبې د ورځې لخوا ترسره کېږي، خو د افغان کرېکټ بورډ اعلامیه کې دا لوبه شپه ورځنۍ یا (ډې نایټ) یاده شوې ده.

دا مهال په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس وبا له کبله هر ډول لوبې او سیالۍ په ټپه ولاړې دي.
خو د افغان کرېکټ بورډ اجرائیه مشر لطف الله ستانکزي هیله څرګنده کړې چې تر نومبر میاشتې به د کورونا وېروس وبا له منځه تللې وي او د افغاننستان او اسټرالیا دا لوبه به شونې وي.
ښاغلي ستانکزي‌ ویلي:" د اسټرالیا لوبډله ډېره پیاوړې لوبډله ده، خو زموږ لوبډله به هم دغې سیالۍ ته بشپړ چمتووالي ولري او دغه لوبه به زموږ د لوبډلې لپاره یوه ښه تجربه واوسي".
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تر دې دمه ټولټال څلور ټېسټ لوبې ترسره کړې دي.‌
په دې څلورو لوبو کې افغان لوبډلې بنګله دېش او ایرلنډ ته ماتې ورکړې،‌ خو د هند او وېسټ انډیز سره یې ټېسټ لوبې بایللې وې.
 
پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۵۰
د مطلب کود: 210929 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *