کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکايي میډیا او افغانستان: امریکایان ژر وځي

8 جوزا 1399 ساعت 18:51



واشنګټن پوسټ د مې پر ۲۷ مه لیکي د متحده ایالاتو د دفاع د وزارت چارواکي وايي هغوی دېته تیاری نیسي چي جمهورریس ټرمپ به د نومبر تر انتخاباتو مخکي له افغانستانه به زرهاوو عسکر راوباسي. 
اخبار لیکي ټرمپ غواړي چي د امریکایانو سره خپله هغه وعده پوره کړي چي وايي «د امریکا دایمي جنګونه» به ختم کړي. ټرمپ د سې شنبې په ورځ  په یوه مطبوعاتي کانفرانس کي وویل،«زه د عسکرو د رایستلو لپاره مشخصه نېټه نه لرم، خو دا کار باید ژر تر ژره وسي. دا کار به څه وخت وغواړي، خو باید په معقوله توګه مګر ژر تر ژره وسي.»
واشنګټن پوسټ لیکي په افغانستان کي امریکايي مربیانو د افغان عسکرو تمرینات او روزنه بنده کړې ده، او د هیڅ افغان عسکر سره مخامخ نه ګوري. امریکايي عسکر د کورونا په خاطر  یوازي په خپلو اډو کي ناست دي. 
واشنګټن پوسټ لیکي د امریکايي عسکرو راوتل به څو میاشتي ونیسي، ځکه هغوی مجبوره دي چي خپل جنګي وسایل او سامان الات د هوايي لارو په واسطه انتقال کړي، او یا يې افغان عسکرو ته خوشي کړي.‌
وریټرز د مې پر ۲۷ مه لیکي په افغانستان کي د امریکايي عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کښته سوی دی. دا د تقسیم اوقات څخه مخکی دی. د قطر په موافقې کي راغلي دي چي امریکا باید د جولای د میاشتي په مابین کي د خپلو عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي، او د ۲۰۲۱ د مې په میاشت کي يې صفر ته ورسوي.
وریټرز لیکي امریکايي چارواکي وايي چي د کورونا خطر د هغوی تګ ګړندی کړیدی. 
وریټرز لیکي چي د امریکایي عسکرو چټک وتل د ناټو اتحاد ملکونه د مشکلاتو سره مواجه کړيدي، ځکه هغوی هم باید ژر تر ژره خپل عسکر له افغانستانه وباسي. 
د امریکا مشهوره تیلویزوني شبکه (اې بي سي) نیوز د مې پر ۲۷ مه لیکي جمهورریس ټرمپ وايي،«موږ په افغانستان کي د پولیسو دنده اجرا کوو، نه د جنګیالیو.» ټرمپ زیاتوي چي د دې وخت رارسېدلی دی چي افغانان خپل ملک پخپله وساتي. هغه وايي،«موږ خپل عسکر خپلو کورونه ته راستانه کوو، خو موږ به افغانستان څارو. که چیري ضرورت پیدا سي، موږ به هلته د برېښنا په منډه او د تندر په قوت حملې وکړو.« 
 


د مطلب کود: 210930

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210930/امریکايي-میډیا-او-افغانستان-امریکایان-ژر-وځي

آوا
  https://www.avapress.com