کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

انتظار خادم: حکومت اراده لري چې ټول طالب بندیان آزاد کړي

8 جوزا 1399 ساعت 18:52



د ملي امنیت شورا د سولې او ملکي تلفاتو د مخنیوي د چارو مشر انتظار خادم وايي، د ۵۰۰۰ طالب بندیانو له خلاصولو وروسته حکومت اراده لري چې ټول طالب بندیان آزاد کړي.
نوموړي دا څرګندونې له عزم ویب پاڼې سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړي او زیاته کړې یې ده، که طالبان د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل دمخه د پنځو زرو بندیانو خلاصون غواړي، نو مونږ هم د ۵ زرو بندیانو خلاصون ته ژمن یو، ۲ زره بندیان  آزاد شوي، ۱۰۰۰ تنه نور هم آزادوو.
خادم دغه راز د طالب زندانیانو د آزادۍ په بدل کې له طالبانو هم غوښتنه کړې چې دولتي عسکر له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي، ترڅو بین الافغاني مذاکرات پیل شي، نوموړی وايي: «د حکومت اراده داده چې ټول بندیان خلاص کړي.»
د عزم ویب پاڼې ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا طالب بندیان به داځل هم لکه د وړمې ورځې په څیر په ډله ییز ډول خوشې کیږي او که سل سل نفره؟ انتظار خادم څرګنده کړې، چې دا چاره خپلو امکاناتو ته په کتلو ترسره کوو، په دې هکله کومه سیاسي ملاحظه نه لرو.
داچې د حکومت له زندانونو څخه خلاصېدونکو بندیانو په ډله کې هغه ۱۵ تنه طالبان هم شامل دي کنه، چې حکومت یې د خلاصون موضوع سره کرښه ګنلې وه، نوموړي ویلي بندیان به د طالبانو د لیست مطابق خلاصوي، غټ او وړوکی طالب په کې مطرح نه دي، مهمه داده چې د طالب بندیانو په خلاصون سره سولې ته ورلنډ شو.
کابل ته د طالبانو د بندیانو د کمیسیون پلاوي د سفر په هکله د ملي امنیت شورا د سولې او ملکي تلفاتو د مخنیوي د چارو مشر ویلي، د بندیانو د تبادلې تخنیکي چارو پرمخ بیولو لپاره د طالبانو یو پلاوی تیر ماښام کابل ته رسیدلی دی.
د یوې پوښتنې په ځواب کې انتظار خادم ویلي، له جګړو راوتل او سولې ته ننوتل په زاریو هم نه کیږي او په احساساتو هم ممکن نه دی، د  ټولنې هر وګړي ته په کار ده د سولې لپاره کار وکړي، ترڅو هېواد کې د مرګونو لړۍ ودرول شي.
د طالب بندیانو د خلاصون پروسې د چټکتیا په هکله د ملي امنیت شورا د ملکي تلفاتو د مخنیوي چارو مشر په داسې مهال هیله بښونکې څرګندونې کوي، چې ویل کیږي همدا اوس د طالبانو د بندیانو کمیسیون یو تخنیکي پلاوی په کابل کې د حکومت د زندانونو د چارو ادارې له تخنیکي پلاوي سره په لیدنو کتنو بوخت دی، ترڅو د طالبانو او حکومتي زندانیانو د خلاصون پروسې کې شته ستونزې هوارې او په بشپړېدو سره یې بین الافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي.
 


د مطلب کود: 210931

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210931/انتظار-خادم-حکومت-اراده-لري-چې-ټول-طالب-بندیان-آزاد-کړي

آوا
  https://www.avapress.com