دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۵۳
د مطلب کود : 210932

امنیتي چارواکي د فاریاب ولایت قرمقول ولسوالۍ آق مزار سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله د ۱۰ تنو د مړینې خبر ورکوي.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش رسنیو ته ویلي، دا پېښه نن د پنجشنبې په سهار اته نیمې بجې د لومړي نمبر لویې لارې په اوږدو کې د «ځنګل» په سیمه کې د دوو سراچه ډوله موټرونو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، د لومړنیو معلوماتو ترمخه په دغه پېښه کې د ماشومانو او سپین ږیرو به ګډون۱۰ تنه مړه شوي او ۵ نور ټپیان دي، چې ټپیان د اندخوی ولسوالۍ روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
د یورش په خبره د پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سرعت ډیروالی دی، چې وخت ناوخته د مسافرو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
 
https://avapress.com/vdcc1xqii2bqso8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته