کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټرمپ د روغتیا له نړیوال سازمان سره د امریکا همکاري ودروله

10 جوزا 1399 ساعت 8:22

د امریکا ولسمشر د روغتیا له نړیوال سازمان سره د خپل هېواد اړیکې پرې کړې دي. دی وايي پر دې ادارې "د چین بشپړ نفوذ" دی. امریکا د روغتیا نړیوال سازمان لویه مالي ملاتړې وه، خو اوس وايي خپله مالي مرسته به د روغتیا برخه کې نورو نړیوالو فعالو سازمانونو ته ورکړي.
ډونلډ ټرامپ دا پرېکړه د تېرې جمعې په ورځ (مې ۲۹مه/غبرګولي ۹مه) د هانګ کانګ له تجارتي او مسافرتي امتیازاتو لغوه کولو سره هم‌مهاله اعلان کړه.



هغه وویل: "نړۍ اوس د چین دولت له ناوړه چلن سر ټکوي... هغه ناوړه کړنه چې په نړۍ کې د کورونا وېروس د خپرېدو له کبله ۱۰۰ زره امریکایان مړه شول."
د امریکا ولسمشر چې کابو ۱۰ ورځې وړاندې یې هم د ملګرو ملتونو د روغتیايي سازمان پر کړنو سختې نیوکې کړې وې، ګواښ کړی و چې له دې ادارې سره به اړیکې غوڅې کړي.‌
دی پر دې باور دی چې ‌د چین دولت "د روغتیا پر نړیوال سازمان فشار راوړی و چې د (کورونا وېروس په اړه) نړۍ لارورکې کړي."
"ګڼ کسان مړه شول او ژورو اقتصادي ټکانونو پر ګرده نړ اغېز وکړ".
ښاغلي ټرامپ ۱۰ ورځې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ته د ۳۰ ورځني ضرب الاجل په ټاکلو ګواښ کړی و چې دا اداره دې اساسي بدلونونه راولي که نه امریکا به له دې سازمان سره د مرستو خپله برخه په دایمي ډول پرې ودروي او د غړیتوب په اړه به له سره غور وکړي.
ټرامپ د مې پر نهمه د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس اډانوم ګیبریسیوس ته پر خپل ټوېټر یو څلورمخیز لیک خپور کړی و.
په دې لیک کې ټرمپ پر دې سازمان خپلې مخکېنۍ نیوکې لیکلې وې، خو اصلي خبره یې "د چین له منګولو د دغه سازمان د ناخپلواکۍ په اړه خبرداری" و.
 


د مطلب کود: 210950

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210950/ټرمپ-د-روغتیا-له-نړیوال-سازمان-سره-امریکا-همکاري-ودروله

آوا
  https://www.avapress.com