کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس: پاکستان نورو هېوادونو ته الوتنې پیلوي

13 جوزا 1399 ساعت 22:12



په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د کورونا وېروس ناروغانو شمېر له پنځه اعشاریه اته میلیونو کسانو اوښتی، د دغې ناروغۍ له کبله ۳۶۱۲۰۰ کسان مړه شوي دي.
بل پلو د پاکستان ملکي هوايی چلند اداره وايي، په هېواد کې دننه د الوتنو شمېر زیاتوي.
په یوه اعلامیه کې یاده اداره وايي، اضافي الوتنې به د جون میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شي.
د اعلامیې په ټکو اضافي الوتنې به له اسلام اباد، کراچې، لاهور، پېښور او کوټې ښارونو پیل شي. د پاکستان هوايی چلن اداره وايي له نن شپې وروسته د اوټ باونډ الوتنو فعالیت پیلوي.
د بهر مېشتو پاکستانیانو لپاره د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سلاکار زلفي بخاري په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د الوتنو فعالیت یوازې د اوټ باونډ (یو لوریزو) لپاره دی او ان باونډ (منزل ته ستنېدونکې الوتنې) به د خوندیتوب له اقداماتو سره عملي شي.
 


د مطلب کود: 210953

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210953/کورونا-وېروس-پاکستان-نورو-هېوادونو-ته-الوتنې-پیلوي

آوا
  https://www.avapress.com