دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۲۲:۱۲
د مطلب کود : 210956
افغان حکومت او طالبان پر بندیانو غږیږي، د حزب اسلامي بندیان خوشي شوي

نن  ۴مه ورځ ده چې د طالبانو یو پلاوی په کابل کې دی او له افغان حکومت سره یې د بندیانو د خوشي کېدو پر سر خبرې بیا پیل کړې دي.
د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، د دواړو لورو تر منځ نن هم رغنده خبرې شوې چې له مخې به يي دواړه لوري د بندیانو خوشي کېدو ته دوام ورکړي.
طالبانو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو بندیانو اړوند ډېر څه نه دي ویلي، خو افغان حکومت ویلي د طالبانو د لیست سره سم يي شاوخوا ۲ زره طالب بندیان خوشي کړي او لړۍ يي لا روانه ده.
مخکې د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي و، د افغان سرتېرو هغه نوملړ چې دوی طالبانو ته استولی و، په هغه کې نژدې ۷۰۰ داسې سرتېري دي چې طالبان وايي، له دوی سره نشته.
طالبانو خپل پنځه کسیز پلاوی تېره ورځ کابل ته ولیږه، ترڅو د افغان حکومت له پلاوی سره د بندیانو خوشي کېدو په تخنیکي لارو چارو خبرې وکړي.
تر اوسه نه طالبانو او نه هم حکومت د دغو مذاکره کوونکي پلاویو د کار د پایلو په اړه واضح څه ویلي او دا هم روښانه نه ده، چې د طالبانو او حکومتي پلاوو کې کوم کسان شامل دي.
یوې باوري حکومتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، د دوی او طالبانو پلاویو به د بندیان خوشي کېدو د تخنیکي لارو چارو تر څنګ د هغو نږدې ۷۰۰ بندي افغان سرتېرو د برخلیک په اړه هم خبرې وکړې چې حکومت يي نوملړ طالبانو ته د خلاصون لپاره لېږلی خو طالبانو يي له دوی سره له شتونه انکار کړی دی.
 
https://avapress.com/vdciwuarqt1az32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته