دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۹
د مطلب کود : 210957
کندهار کې بمي چادونې ۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
یاده بامي چاودنه تېر مازیګر د کندهار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د پېرو کلاچې په سیمه کې د چارج شوي موټرسایکل بم چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي په یاده بامي چاودنه کې کې دوه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ملکي وګړي ټپیان دي.

د کندهار سیمه‌ییز چارواکي هلته د یو موټر سایکل بم په چاودنه کې د اوو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د دغه ولایت د والي ویاند بهیر احمدي کلید ته وویل، د کندهار ښار د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د موټرسایکل بم په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د ده په وینا، دغه موټر سایکل بم د یو حمام مخې ته ځای پر ځای شوي و او هدف یې تر اوسه معلوم نه دی.
کومې وسله والې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې.
 
https://avapress.com/vdcjiye8auqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته