دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۰
د مطلب کود : 210959
افغانستان ته د ګوادر بندر له لارې د سوداګرۍ اجازه ورکړل شوه
د پاکستان حکومت وایي، افغانستان کولی شي چې تر دې وروسته د اپټا سوداګریز تړون پر بنسټ د ګوادر بندر له لارې سوداګري وکړي.
په سوداګریزو چارو کې د پاکستان د لومړي د وزیر ځانګړی سلاکار عبدالرزاق داوود وايي، افغانستان ته اجازه ورکړل شوې چې تر دې وروسته په ګوادر بندر کې د سوداګریزو مالونو راکړه ورکړه ترسره کړي.
هغه ویلي، دغه بندر ته له ۱۶ زره ټنه کیمیاوي سرې څخه ډکه بېړۍ رسېدلې او دا به افغانستان ته ورسول شي؛ چې ورسره به افغانستان ته له دغه بندر څخه د سوداګرۍ نوی باب پرانیستل شي.
عبدالرزاق داوود په پرلپسې څو ټویتونو کې څرګنده کړې، له یاد بندر څخه به افغانستان ته پر کیمیاوي سرې سربېره د غنمو او بورې صادرات هم پيل شي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دوې میاشتې په پرلپسې ډول له افغانستان سره د کورونا په پلمه ځمکنۍ لارې تړلې وې، خو تر دې وړاندې چین ټینګار درلود چې افغانستان باید په ګوادر بندر کې شریک شي.
https://avapress.com/vdcbsgb59rhb89p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته