خوښ ديک ۰

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې باید ۱۹ کلنې لاسته راوړنې وساتل شي

اروپایي ټولنه وایي، تر دې وروسته له افغانستان سره د دوی مرستې د جمهوریت او د ۱۹ کلونو لاسته راوړنو په ساتلو مشروطې دي. له دې ټولنې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې غړو تېره ورځ په یوه ګډه ناسته کې له افغانستان سره خپله مرسته او همکاري نوې کړه او د افغان سولې له پروسې یې ملاتړ څرګند کړ.
اروپايي ټولنه: په افغانستان کې باید ۱۹ کلنې لاسته راوړنې وساتل شي

دې ټولنې په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي او تلپاتې اوربند ته لار هواره کړي.
اروپا له طالبانو هم غوښتي چې په افغانستان کې د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه پور ته کړي او روانه جګړه ودروي.
د خبرپاڼې په دوام کې له حکومت هم غوښتنه شوې چې له طالبانو سره خبرې کوونکی پلاوی باید ټول شموله وي.
بلخوا، د بهرنیو چارو وزارت د اروپایي ټولنې د دریځ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې افغان حکومت تل له اروپا سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی.
دا ټولنه پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې هوکړې پر اساس به امریکا له افغانستان څخه ووځي او طالبان به له حکومت سره سوله کوي.
 
شنبی ۱۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود: 210960 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *