دې ټولنې په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لورو غوښتنه کړې چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پیل کړي او تلپاتې اوربند ته لار هواره کړي.
اروپا له طالبانو هم غوښتي چې په افغانستان کې د سولې له رامنځته شوي فرصته ګټه پور ته کړي او روانه جګړه ودروي.
د خبرپاڼې په دوام کې له حکومت هم غوښتنه شوې چې له طالبانو سره خبرې کوونکی پلاوی باید ټول شموله وي.
بلخوا، د بهرنیو چارو وزارت د اروپایي ټولنې د دریځ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې افغان حکومت تل له اروپا سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی.
دا ټولنه پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې هوکړې پر اساس به امریکا له افغانستان څخه ووځي او طالبان به له حکومت سره سوله کوي.