دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 210961
د چابهار له لارې د افغانستان د صادراتو کچه زیاته شوې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي د چابهار بندر له لارې د افغان توکو د صادراتو کچه زیاته شوې ده.

د دغې خونې د معلومات پر اساس، اوس تازه ۴۸۰ ټنه صادراتي توکي د کندهار له لارې چابهار او له هغه ځایه هند ته لیږدول شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي هند له افغان سوداګرو غوښتي چې د غنمو د لیږد تشو کانټینرونو کې خپل توکي ځای پر ځای کړي.

اوس ټاکل شوې ده چې د هند د کمکي غنمو تنو کانټینرونو کې هم افغان داخلي تولیدات نوې ډیلي ته انتقال شي.
چابهار بندر هند ته د افغان توکو د لیږد یو مهم بندر بلل کیږي.

هغه بندر چې ځیني یې افغانستان ته د پاکستان د بندرونو بدیل بولي.

خو دغه بندر پر ایران د امریکا د بندیزونو له امله له یو لړ ستونزې هم لري.

د دغهبندر له لارې د پيسو لیږدول یوه له دغو ستونزو نه ده.

د کانونو او صنایعو خونه وایي پیریدونکي نشي کولی چې د سوداګرۍ پیسې دغه بندر کې انتقال کړي.

افغان سوداګر د خپلو پیسو ترلاسه کولو لپاره په میاشت انتظار باسي.

د پاکستان د واګه بندر هم د افغانستان او هند ترمنځ د توکو د لیږد را لیږد لپاره غوره بندر بلل کیږي، خو پاکستان پوځیان وخت نا وخته دغه بندر کې ستونزې جوړوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcep78wzjh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته