دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 210963
د سعودي حکومت تر اوسه پوری د حج او عمرې ترسره کېدو ته اجازه نه ده ورکړې
د سعودي حکومت وایي، په نړۍ کې د کورونا ویروس خورېدل د دې لامل شوي چې د عمرې او حج مراسمو ترسره کېدل وځنډول شي.
سعودي چارواکو دغه راز ویلي، په دغه هېواد کې د کورونا له امله په رامنځته شوو بندیزونو کې نرمښت راولي.
دوی تر دې مخکې ویلي وو چې د روانې مې میاشتې تر ۳۱ مې نېټې به په ټولو جوماتونو کې د پنځه وخته لمانځه اجازه ورکړي، خو په مکه کې به ګرځبندیز پر ځای وي.
دا په داسې حال کې ده چې نن هم په دغه هېواد کې د کورونا وبا له امله ۱۶ تنه مړه شوي دي.
تر اوسه په سعودي کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۸۰۱۸۵ تنو ته رسېدلی او ۴۴۱ تنه نور بیا مړه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcg3z9xwak9qy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته