دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 210964
چابهار له لارې هند ته ٤٨٠ ټنه صادراتي توکي لېږدول شوي
د افغانستان ٤٨٠ ټنه صادراتي توکي د کندهار له لارې چابهار او له هغه ځایه هند ته لیږدول شوي دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي د چابهار بندر له لارې د افغان توکو د صادراتو کچه زیاته شوې ده. د دغې خونې د معلوماتو پر اساس، اوس تازه ۴۸۰ ټنه صادراتي توکي د کندهار له لارې چابهار او له هغه ځایه هند ته لېږدول شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي هند له افغان سوداګرو غوښتي چې د غنمو د لېږد تشو کانټینرونو کې خپل توکي ځای پر ځای کړي.
اوس ټاکل شوې ده چې د هند د کمکي غنمو تنو کانټینرونو کې هم افغان داخلي تولیدات نوې ډیلي ته انتقال شي.
چابهار بندر هند ته د افغان توکو د لېږد یو مهم بندر بلل کیږي.
هغه بندر چې ځیني یې افغانستان ته د پاکستان د بندرونو بدیل بولي.
خو دغه بندر پر ایران د امریکا د بندیزونو له امله له یو لړ ستونزو سره هم مخ دی.
د دغه بندر له لارې د پيسو لېږدول یوه له دغو ستونزو نه ده.
د کانونو او صنایعو خونه وایي پېرېدونکي نه شي کولی چې د سوداګرۍ پیسې دغه بندر کې انتقال کړي.
افغان سوداګر د خپلو پیسو ترلاسه کولو لپاره په میاشت انتظار باسي.
د پاکستان د واګه بندر هم د افغانستان او هند ترمنځ د توکو د لېږد را لېږد لپاره غوره بندر بلل کیږي، خو پاکستان پوځیان وخت نا وخته دغه بندر کې ستونزې جوړوي.
په همدې حال کې په هېواد او نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره سوداګرۍ هم زیانمنې شوې.
د افغانستان او یو شمېر هېوادونو سوداګریزې اړیکې په ټپه درېدلي خو اوس حکومت هڅه کوي، د هېوادونو سره بېرته سوداګریزې لارې خلاصې کړي او یو ځل بیا خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې او صادرات او واردات پیل کړي.
 
https://avapress.com/vdch-vnik23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته