دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 210965

د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ درېیمې قطعې پروژې د بشپړېدو کار په بالاست اچونې (جغل اچونې)، غربال کولو، د رېل ولدینګ کولو او تمځایونو کې د تعمیر جوړولو په برخو کې جریان لري.
څرنګه چې د بالاست انتقالېدو بهیر د رېل پر واسطه دوام لري او تر اوسه پورې د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ درېیمې قطعې په مسیر او تمځایونو کې، سلګونه رونټیا بالاست واګونونه تخلیه او ځای پرځای شوي دي.
بل خواته، د دې پروژې د رېل په مسیر کې ځینې برخې تر ننه نه دي ولډېنګ شوي، چې اوس یې چارې پيل او ټاکل شوې ده چې ژر تر ژره د پاتې رېل د ولدینګ کار بشپړ شي.
همدا رنګه، د دې پروژې د اورزنګ تمځای تعمیر د جوړېدو پنځوس سلنه کارونه بشپړ شوي او په دې مسیر کې د نښو نښانو د نصبېدو بهیر هم دوام لري.
د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ درېیمې قطعې کار د ۶۲ کیلومترو په اوږدوالي، د افغانستان او ایران له شمتیغ(خاک سرخ) مرزي نقطې پيل شوی او د هرات ولایت غوریان ولسوالۍ د روزنګ کلي پورې دوام لري.
د افغانستان او ایران د ټرانسپورټ رهبرۍ چارواکو په دې وروستیو کې د ویډیو کنفرانس له لارې، د ایران لوري ژمنه وکړه چې د دې پروژې چارې به ګړندۍ کړي او ډېر ژر به یې ګټې اخیستنې ته وسپاري.
د دې اوسپنې پټلۍ له لارې ایران او افغانستان سره نښلول کیږي او د سوداګرۍ په برخه کې بهد افغانستان توکي او تولیدات نورو هېوادونو ته هم له دې لارې لېږدول کیږي.
 
https://avapress.com/vdciquarwt1az32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته