دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۹
د مطلب کود : 210971
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، چې د بین الافغاني خبرو د خنډ او ځنډ لپاره هیڅ یو داسې دلیل نه دی موجود او د سولې بین الافغاني خبرې دې باید ژر تر ژره پیل شي. د افغانستان د ملي امنیت شورا د سولې او ملکیانو د خوندیتوب برخې مشر انتظار خادم وویل، درې ورځنی اوربند، د ولسمشر لخوا د ۲ زره طالب بندیانو خوشي کول او طالبانو لخوا د ۹ سوه طالب زندانیانو خوشې کېدلو ستاینه د بین الافغاني خبرو لپاره د پام وړ پرمختګونه دي.

خادم په وینا، افغان حکومت هیله لري چې بین الافغاني خبرې به زر پیل شي.
طالبانو د فبروي په ۲۹ مه نېټه امریکا سره د سولې تړون کې ویلي وو، چې افغان حکومت باید د دوی ۵ زره بندیان خوشې کړي؛ خو طالبان هم باید د افغان حکومت زر تنه بندیان راخوشې کړي.
د اختر په درېیمه ورځ افغان حکومت د ۹ سوه طالب بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړ او له دې وروسته وسله والو طالبانو هم د ۸۰ افغان سرتېرو د خوشې کولو خبر ور کړ.
د افغان سولې د پرمختګ لپاره افغان مشرانو سیاسي هوکړه لاسلیک کړه او ډاکټر عبدالله سولې مصالحې عالي شورا مشر وټاکل شو.
اوس د ملي امنیت شورا وایي چې د دغو ټولو هڅو او کړنو له امله نور نو د سولې بین الافغاني خبرو د پیل لپاره کوم دلیل نشته او باید بین الافغاني خبرې ژر پیل شي.
https://avapress.com/vdcfexd0yw6dy1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته