کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سولې وزارت: د طالبانو تخنیکي پلاوی د بندیانو د خوشې کېدو څارنه کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 جوزا 1399 ساعت 10:49

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت لوی سلاکار عزیزالله فضلی وايي چې د طالبانو پینځه کسیز تخنیکي پلاوی لا په کابل کې دی او د خپلو بندیانو د خوشې کېدو د جزئیاتو څارنه کوي.


فضلي بېګا ازادي راډیوته وویل چې د دې پلاوي مشر د عبدالفتاح او ضیا الدین په نوم دوه وګړي یې مشري کوي.
عزیزالله فضلي وویل: "د دولت له خوا چې کوم تخنیکي ټیم دي، لکه د محبسونو ، څارنوالۍ او د شورای امنیت استازي له تخنیکي اړخه ددوي سره خبرې کوي."
د افغانستان حکومت وايي چې تر اوسه د طالبانوتر ۲۰۰۰ زیات بندیان خوشې شوي او د ۱۰۰۰ نورو پر خوشې کېدو هم بحث روان دی.
طالبانو هم د حکومت د ۱۰۰۰ تنو د خوشې کولو ژمنه کړې ده.
د افغانستان حکومتي چارواکو په دې اړه چې تر پرون ماخوستنه له دواړو خواوو څو کسان خوشيې شوي، دقیقه شمېره نه ده ورکړې او ویلي یې دي چې دا بهیر روان دی.
د یادونې وړ ده چې دافغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د طالبانو له لوري په خوشې شوو کسانو کې ملکي خلک هم شامل دي.


د مطلب کود: 210974

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210974/سولې-وزارت-د-طالبانو-تخنیکي-پلاوی-بندیانو-خوشې-کېدو-څارنه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com