کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرونا ویروس سره د مبارزې کمېټه: طبي وسایلو ته شدیده اړتیا لرو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 جوزا 1399 ساعت 10:49

په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د بېړنۍ مبارزې کمېټه وايي چې د طبي وسایلو شدیده اړتیا ده.


دا کمېټه د جمهور رئیس له لوري جوړه شوې چې دهغه مرستیال، محمد سرور دانش یې مشري کوي.
د کمېټې ویاند محمد هدایت پرون، د مې په ۲۹مه ازادي راډیوته وویل چې له نړیوالو د بېړنیو طبي موادو مرستې ته اړ دي.
محمد هدایت زیاته کړه: "زموږ د عامې روغتیا وزارت نه شي کولای چې ټول هغه سمپلونه چې را ټولوي وګوري یا هغه کسان چې روغتونونو ته ورځي ټول معاینه کړي، نو جداً له لومړۍ ورځې د طبي وسایلو د تجهیز له کموالي کړېږو."
هغه وویل چې دا په دې معنی نه ده چې د افغانستان حکومت یې دپوره کولو هڅې نه دي کړې.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون خلکوته خبرداری ورکړ چې که هغه روغتیايي سپارښتنې چې دوي یې ورته کوي په پام کې ونه نیسي، ناورین به جوړ شي.
په افغانستان کې تر پرون ماښامه د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۱۳۶۵۹ وې.
د عامې روغتیا وازرت وایي چې خلک باید له نورو ځان لرې وساتي، لاسونه مکرراً پریمینځي، له ډېرې اړتیا پرته دي له کورونو نه وځي او ماسکونه دي اغوندي.

 


د مطلب کود: 210977

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/210977/د-کرونا-ویروس-سره-مبارزې-کمېټه-طبي-وسایلو-ته-شدیده-اړتیا-لرو

آوا
  https://www.avapress.com