کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوست کې میرمنې وایي،له جګړې ستړي یو او سوله غواړو

10 جوزا 1399 ساعت 13:08


په خوست ولایت کې د یاد ولایت له بیلا بیلو ولسوالیو څخه راغلو میرمنو د جګړې له ښکیلو غاړو څخه د سولې او دایمي اوربند غوښتنه وکړه.
دوی وایي، د نور له جګړې ستړي یو، طالبان دې د پردیو موخو لپاره بې ګناه افغانان نه شهیدانوي او له جګړې دې لاس واخلي.
یادې میرمنې زیاتوي، افغانان له څلویښتو کلونو راهیسې په جګړه کې ښکیل دي او نور باید یادې غمیزې ته د پای ټکی کیږدي.
دوی همدا راز زیاتوي، د افغان حکومت له لوري د طالب زندانیانو ازادیدل ستایي او له طالبانو هم غواړي، چې د سولې لپاره ورته اقدام وکړي.


د مطلب کود: 211002

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211002/خوست-کې-میرمنې-وایي-له-جګړې-ستړي-یو-او-سوله-غواړو

آوا
  https://www.avapress.com