دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 211002
خوست کې میرمنې وایي،له جګړې ستړي یو او سوله غواړو
په خوست ولایت کې د یاد ولایت له بیلا بیلو ولسوالیو څخه راغلو میرمنو د جګړې له ښکیلو غاړو څخه د سولې او دایمي اوربند غوښتنه وکړه.
دوی وایي، د نور له جګړې ستړي یو، طالبان دې د پردیو موخو لپاره بې ګناه افغانان نه شهیدانوي او له جګړې دې لاس واخلي.
یادې میرمنې زیاتوي، افغانان له څلویښتو کلونو راهیسې په جګړه کې ښکیل دي او نور باید یادې غمیزې ته د پای ټکی کیږدي.
دوی همدا راز زیاتوي، د افغان حکومت له لوري د طالب زندانیانو ازادیدل ستایي او له طالبانو هم غواړي، چې د سولې لپاره ورته اقدام وکړي.
https://avapress.com/vdcbg8b55rhb8gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته