خوښ ديک ۰
طالبان:

اروپايي ټولنه دې د عدم مداخلې نړیوال اصل مراعات کړي

طالبانو په اروپايي ټولنې غږ کړی، چې د عدم مداخلې نړیوال اصل په مراعات کولو سره دې، د افغانانو په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه دې هم د سولې پروسه زیانمنوي. اروپايي ټولنې تیره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره افغانستان کې له اختر وروسته د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنې څرګندولو ترڅنګ په طالبانو غږ کړی چې باید له رامنځ ته شوي تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي، تاوریخوالی کم او د افغان دولت په مشرۍ بین الافغاني مذاکراتو ته داخل شي.

ددې ترڅنګ یې د امریکايي ځواکونو په ملاتړ د رامنځ ته شوی حکومت هم د تیرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو څخه ډک بللی ؤ او په یاد صورت کې یې له افغانستان څخه ددغې ټولنې د مالي مرستو پر دوام خبره کړې وه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اورپايي ټولنې د اعلامیې په غبرګون کې له سوله یزو څخه د ملاتړ له امله یاده ټولنه ستایلې؛ خو د ځینو هغو نکتو له امله یې په یاده ټولنه نیوکې کړې، دده په خبره د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده.
په افغانستان کې د راتلونکي نظام په هکله  د اروپايي ټولنې د څرګندونو په غبرګون کې مجاهد داسې ویلي: «دا چې اروپايي شورا په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کړی، موږ یې هرکلی کوو. خو پدې اعلامیه کې ځینې داسې ټکي دي چې د افغانانو د خپلواکۍ له حق سره په ټکر کې دي. باید ووایو چې له بهر نه تپل شوی نظامونه تل زموږ په هیواد کې د بربادۍ او جګړو سبب ګرځیدلي او افغانانو ته د منلو وړ نه دي. موږ په کراتو پخپلو بیانیو کې  ژمنتیا ښودلې چې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو، نور هم باید د عدم مداخلې نړیوال اصل په اساس زموږ په کورنیو چارو کې د مداخلې هڅې ونه کړي او نه دې له همدې امله د افغانستان مسئله نوره پیچلې کوي.
د امریکا متحدو ایالتونو سره د سولې توافقنامې په هکله مجاهد خپله ژمنتیا ښودلې او د اروپايي اتحادیې په ګډون یې د امریکا ټول متحدین ددې توافقنامې عملي کولو ته رابللي دي.
مجاهد دغه راز د راتلونکي نظام په هکله پرېکړه کول یوازې په افغانانو پورې  تړلي چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به یې کوي:«د امریکا سره د شوې توافقنامې په اساس د امریکا متحدین هم ژمن دي چې د افغانستان په داخلي چارو کې به مداخله نه کوي. د راتلونکي نظام په هکله به پخپله افغانان د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې تصمیم نیسي او دا د افغانانو مشروع حق دی. هیله ده چې ټول خپلو ژمنو ته متعهد پاته شي، د عدم مداخلې بین المللي اصل مراعات کړي او د سولې پروسه زیانمنه نکړي.»
باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم په افغانستان کې د راتلونکي نظام د جوړښت او نوعیت په شمول مهم موضوعات په بین الافغاني مذاکراتو پورې تړلي وو، چې هلته به ورباندې افغاني جهتونه خبرې او بحثونه ترسره کوي.
 
شنبی ۱۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود: 211006 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *