کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان:

اروپايي ټولنه دې د عدم مداخلې نړیوال اصل مراعات کړي

10 جوزا 1399 ساعت 13:19

طالبانو په اروپايي ټولنې غږ کړی، چې د عدم مداخلې نړیوال اصل په مراعات کولو سره دې، د افغانانو په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه دې هم د سولې پروسه زیانمنوي.
اروپايي ټولنې تیره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره افغانستان کې له اختر وروسته د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنې څرګندولو ترڅنګ په طالبانو غږ کړی چې باید له رامنځ ته شوي تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي، تاوریخوالی کم او د افغان دولت په مشرۍ بین الافغاني مذاکراتو ته داخل شي.



ددې ترڅنګ یې د امریکايي ځواکونو په ملاتړ د رامنځ ته شوی حکومت هم د تیرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو څخه ډک بللی ؤ او په یاد صورت کې یې له افغانستان څخه ددغې ټولنې د مالي مرستو پر دوام خبره کړې وه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اورپايي ټولنې د اعلامیې په غبرګون کې له سوله یزو څخه د ملاتړ له امله یاده ټولنه ستایلې؛ خو د ځینو هغو نکتو له امله یې په یاده ټولنه نیوکې کړې، دده په خبره د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده.
په افغانستان کې د راتلونکي نظام په هکله  د اروپايي ټولنې د څرګندونو په غبرګون کې مجاهد داسې ویلي: «دا چې اروپايي شورا په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کړی، موږ یې هرکلی کوو. خو پدې اعلامیه کې ځینې داسې ټکي دي چې د افغانانو د خپلواکۍ له حق سره په ټکر کې دي. باید ووایو چې له بهر نه تپل شوی نظامونه تل زموږ په هیواد کې د بربادۍ او جګړو سبب ګرځیدلي او افغانانو ته د منلو وړ نه دي. موږ په کراتو پخپلو بیانیو کې  ژمنتیا ښودلې چې د نورو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو، نور هم باید د عدم مداخلې نړیوال اصل په اساس زموږ په کورنیو چارو کې د مداخلې هڅې ونه کړي او نه دې له همدې امله د افغانستان مسئله نوره پیچلې کوي.
د امریکا متحدو ایالتونو سره د سولې توافقنامې په هکله مجاهد خپله ژمنتیا ښودلې او د اروپايي اتحادیې په ګډون یې د امریکا ټول متحدین ددې توافقنامې عملي کولو ته رابللي دي.
مجاهد دغه راز د راتلونکي نظام په هکله پرېکړه کول یوازې په افغانانو پورې  تړلي چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به یې کوي:«د امریکا سره د شوې توافقنامې په اساس د امریکا متحدین هم ژمن دي چې د افغانستان په داخلي چارو کې به مداخله نه کوي. د راتلونکي نظام په هکله به پخپله افغانان د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې تصمیم نیسي او دا د افغانانو مشروع حق دی. هیله ده چې ټول خپلو ژمنو ته متعهد پاته شي، د عدم مداخلې بین المللي اصل مراعات کړي او د سولې پروسه زیانمنه نکړي.»
باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم په افغانستان کې د راتلونکي نظام د جوړښت او نوعیت په شمول مهم موضوعات په بین الافغاني مذاکراتو پورې تړلي وو، چې هلته به ورباندې افغاني جهتونه خبرې او بحثونه ترسره کوي.
 


د مطلب کود: 211006

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211006/اروپايي-ټولنه-دې-د-عدم-مداخلې-نړیوال-اصل-مراعات-کړي

آوا
  https://www.avapress.com