دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 211009
د هند په اترپردیش ایالت کې شادیانو له یوه لابراتوار څخه د کرونا ناروغانو د معاینې نمونې تښتولي دي. د راپورونو له مخې دا پېښه د اترپردیش ایالت په میرټ ښار کې د لالالجپت رایې میموریل طبي کالج کې شوې، چیرته چې د لابراتوار ترڅنګ په یوه ونه کې ګڼ شمېر بیزوګان موجود وو، د خلاصې کړکۍ ته نږدې د لابراتوار مرستیال سره په لاس کې د مشکوکو ناروغانو نمونې موجودې وې.

په دغه وخت کې شادیانو پر یاد کس برید کړی او د ازموینې نمونې یې ترې تښتولي او بیرته ونې ته ختلي دي، د لابراتوار مرستیال د پېښې ویدیو هم جوړه کړې چې شادیان په ونو کې ناست لیدل کیږي او دغه نمونې خوري.
د کالج چارواکي وایي چې د کرونا ناروغانو ۱۹ نمونې شادیانو تښتولي، خو دغه کسان د دویم وار لپاره لابراتوار ته راوغوښتل شوي او بیا یې ترې نمونې اخیستلي دي.
په ټولنیزو رسنیو د یادې ویدیو له خپریدو وروسته خلکو اندېښنه ښودلې چې ګواکې شادیان هم په کرونا اخته شي او د انسانانو ترمنځ به د ویروس د خپریدو لامل شي.
باید وویل شي چې په هندوستان کې د کرونا وبا له کبله په زیاتره ځایونو کې لا هم بشپړ ګرځبندیز لګېدلی، په داسې حال کې چې د کرونا مثبتو پېښو شمېر یې له ۱۶۵زرو پورته او نږدې ۵ زره کسان مړه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdciuzar3t1azu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته