کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیاسي توافق د سولې اجماع په تشکیل کې ډېره مرسته وکړه ـ عبدالله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 جوزا 1399 ساعت 14:14

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، د سیاسي توافقنامې تر لاسلیک وروسته د ملي مصالحې شورا د تشکیل او سولې مذاکراتو ته د چمتواوالي په اړه هڅې زیاتې شوي دي.


عبدالله عبدالله نن شنبه د مې۳۰(غبرګولې۱۰) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د سولې په اړه تر ټولو مهمه مسئله د افغانستان د خلکو اجماع ده چې په وینا یې د سیاسي توافق په رامنځته کېدو سره دغه ستونزه هواره شوه.
هغه وویل" د سیاسي توافقنامې لاسلیک د یادې اجماع په تشکیل کې زیاته مرسته وکړه.په مخ کې زیات پراته خنډونه یې لیري کړل."
عبدالله عبدالله زیاته کړه چې د خپل نوي ماموریت تر پیلولو وروسته یې نن شنبه د مصالحې عالي شورا له مرستیالانو، د مذاکراتي ټېم له مشر او اړوند نورو چارواکو سره لومړنۍ ناسته لرله.
ښاغلي عبدالله وویل چې د یادې شورا د غړو د ټاکل کېدو په اړه یې مشورې پيل شوي چې په وینا یې راتلونکې اونۍ به یې نومونه پوره شي.
هغه زیاته کړه: "انشاءالله په دغه راتلونکې اونۍ کې به نومونه د رهبري کمېټې او هم د مجمع عمومي نهايي کیږي او خلکو ته وړاندې کیږي.پخوا هم مشورې شوي دي، نورې مشورې ته هم ضرورت لري،ځکه ټول خلک دا هیله لري چې ښه استازیتوب پکې وشي."
د ملي محالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې په دغه شورا کې به د ښځو او ځوانانو په ګډون ټولو اړخونو ته غړیتوب ورکړل شي.
هغه د اختر په لومړیو درې ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اوربند اعلان او تر هغه وروسته د تاوتریخوالي کمېدل د دواړو خواو لخوا د بندیانو ازادول د سولې مذاکراتو پیلېدو لپاره یوه ښه زمینه وبلله.
نوموړي زیاته کړه چې مذاکراتي ټېم د سولې خبرو پیلېدو ته پوره چمتووالی لري چې په وینا یې د مذاکراتو په جریان کې باید اوربند رامنځته شي.
د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله د افغان سولې بهیر سره د نړۍ او سیمې هیوادونو له همکارۍ مننه وکړه او له یاد بهیر سره یې د هغوی پر لا نورې همکارۍ ټينګار وکړ.


د مطلب کود: 211014

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211014/سیاسي-توافق-د-سولې-اجماع-په-تشکیل-کې-ډېره-مرسته-وکړه-عبدالله

آوا
  https://www.avapress.com