دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 211027
د اروپايي ټولنې اعلامیې ته د افغان حکومت او طالبانو غبرګون
اروپايي ټولنې ویلي چې یاده ټولنه په افغانستان کې د سولې له هڅو څخه ملاتړ کوي، خو دا یې هم زیاته کړې چې د دغې ټولنې سیاسي او مالي مرستې به په دې شرط افغانستان سره دوام وکړي چې دغه هېواد کې د جمهوریت نظام په واک اوسي.
دغې ټولنې پرون جمعه (غبرګولی ۹/مې ۲۹) په یوې خپرې شوې اعلامیې کې له افغان حکومت او طالبانو نه د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د پیلېدو غوښتنه کړې او د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو د ساتلو باندې یې تاکید کړی دی.
اعلامیې په افغانستان کې د تل پاتې اوربند غوښتنه کړې او مرستې یې مشروطې کړي دی: "له دې لپاره چې اروپايي ټولنه افغانستان کې د ډیموکراټیک او جمهوري نظام اصول وساتل شي، خپلې مرستې مشروطوي."
په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې یاده ټولنه له داسې یو سیاسي هوکړې ملاتړ کوي چې د مذاکراتو په ترڅ کې، افغانستان کې تل پاتې سوله راشي.
اروپایي ټولنې له طالبانو نه هم غوښتي دي چې د دوحې تړون ته درناوی وکړي او د سولې خبرو ته کېني.
یادې ټولنې د طالبانو وروستي بریدونه غندلي او له ټولو ډلو یې غوښتلي دي چې د دې فرصت نه د سولې لپاره ګټه پورته کړي.
د افغانستان جمهوري ریاست د ارپايي ټولنې د اعلامیې هر کلی کړی دی.
جمهوري ریاست نن شنبه د مې ۳۰(غبرګولې۱۰) ویلي د افغان سولې بهیر، د افغانستان د بیارغونې او بشري حقونو په برخه کې د ملاتړ په اړه د اروپايي ټولنې د اعلامیې هر کلی کوي.
په یاده اعلامیه کې راغلي:"د افغانستان دولت په دې باور دی چې د افغان حکومت او اروپايي ټولنې ستراتیژيک روابط د ګډو ارزښتونو د پایښت او د ګډو ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې پر خپل ځای پاتې شي."
په دغه اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت او ارپايي ټولنې په تیرو دوو لیسزو کې د تروریزم پر ضد مبارزه کړې ده او په دې برخه کې زیاتې قربانۍ ورکړي دي، تر څو افغانستان یو ځل بیا د تروریستانو په خوندي مرکزونو بدل نشي.
خو طالبانو د افغانستان د سولې پروسې نه د اروپایي ټولنې ملاتړ ستایلی دی. خو د دغه ټولنې د اعلامیې له ځینو ټکو سره مخالفت څرګند کړی دی.
د طالبانو په اعلامیې کې راغلي چې د سولې تړون پر بنسټ د امریکا متحدین باید د افغانستان کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcirzaryt1azu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته