کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس , 10 جوزا 1399 ساعت 17:44

کابل کې د خورشید ټلوېزيون د کارکوونکو پر موټر چاودنه شوې ده.



 "د خورشید ټلوېزيون د کارکوونکو موټر د کلوله پشتې څلورلارې سيمه کې د يوه چسپکي ماين هدف ګرځېدلی او د دې رسنۍ دوه کارکوونکي وژل شوي دي."
دغه سرچينه زياتوي چې د دغه ټلوېزيون يو شمېر کارکوونکي ټپيان شوي او اېمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت یا د کابل امنیه قوماندانۍ تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.
تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت چا یا کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.
تېر کال هم د کابل د ۱۵مې حوزې په مربوطاتو کې د تایمني په پنځم سړک د دغه ټلوېزیون د کارکوونکو پر یوه موټر د چسپکي ماین چاودنه کې د یوه لاروي په شمول دوه تنه وژل شوي او ۳ تنه ټپيان شوي وو.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د دغې پېښې په غندلو سره ویلي چې په دغې چاودنه کې د خورشید خصوصي ټلوېزیون ۲ تنه خبریالان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
 


د مطلب کود: 211035

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211035/د-خورشید-ټلوېزیون-کارکوونکو-پر-موټر-چاودنه-کې-۲-تنه-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com