کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روغتیا وزارت: تېره یوه میاشت کې د کرونا ویروس پېښې څو چنده زیاتې شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 جوزا 1399 ساعت 8:59

په افغانستان کې روغتیايي چارواکي وايي چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په یوه وروستي میاشت کې څو برابره زیات شوی دی.




د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح پرون، د مې په ۳۰مه، په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کرونا ویروس لا هم د زیاتېدو په حال کې دی او که ډېر خلک په دې ویروس اخته شي، د افغانستان پر روغتیايي سکټور به ډېر فشار راشي او د یوې فاجعې د پېښېدو امکان شته.

مجروح وویل چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۱۴۵۰۰ اوښتې دي.

مجروح وویل چې د کرونا ویروس له کبله ۲۴۹ تنه مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې له لویو غونډو ډډه وکړي، که کولای شي په کورونو کې دي کېني او مکررا دي لاسونه پرېمینځي.


د مطلب کود: 211049

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211049/روغتیا-وزارت-تېره-یوه-میاشت-کې-د-کرونا-ویروس-پېښې-څو-چنده-زیاتې-شوي

آوا
  https://www.avapress.com