دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۹
د مطلب کود : 211049
روغتیا وزارت: تېره یوه میاشت کې د کرونا ویروس پېښې څو چنده زیاتې شوي
په افغانستان کې روغتیايي چارواکي وايي چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په یوه وروستي میاشت کې څو برابره زیات شوی دی.


د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح پرون، د مې په ۳۰مه، په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کرونا ویروس لا هم د زیاتېدو په حال کې دی او که ډېر خلک په دې ویروس اخته شي، د افغانستان پر روغتیايي سکټور به ډېر فشار راشي او د یوې فاجعې د پېښېدو امکان شته.

مجروح وویل چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۱۴۵۰۰ اوښتې دي.

مجروح وویل چې د کرونا ویروس له کبله ۲۴۹ تنه مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې له لویو غونډو ډډه وکړي، که کولای شي په کورونو کې دي کېني او مکررا دي لاسونه پرېمینځي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0sqio2bqsx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته