د هرات ولایت مسؤلین وايي، چې د یاد ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي.
ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 جوزا 1399 ساعت 10:20
د هرات ولایت مسؤلین وايي، چې د یاد ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي.
د هرات ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد خامه پرس خبري آژانس ته وویل چې پېښه تېره شپه ( شبنه غبرګولي ۱۰ ) د هرات – کندهار پر لویه لار او د هرات ولایت اړوند ادرسکن ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
ښاغلي فرهاد زیاته کړه چې پېښه د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې، چې یو فولډر ډوله موټر له ټېلر سره ټکر کړی دی.
د نوموړي په خبره پېښه کې د یوې کورنۍ ۹ کسان وژل شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې ګډون لري.
د مطلب کود: 211058