د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو د فاریاب ولایت په خواجه دکوه ولسوالۍ په مربوطاتو کې ماین ځای پرځای کړی و، چې غوښتل یې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوي، چې د فاریاب ولایت امنیه قوماندانۍ د انجینرۍ ټیم یاد ماین کشف او له منځه یوړ او له یوې خونړۍ چاودنې څخه یې مخنیوی وکړ.
د فاریاب ولایت والي ویاند عبدالمعروف اذر وایي، طالبان هڅه کوي چې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوي، خو افغان ځواکونه یې مخه نیسي.