دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 211068
بدخشان ولایت کې د ماین چادنې دوه شپانه وژلي
د بدخشان ولایت امنیتي مسؤلین وايي، چې د یاد ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې دوه شپانه وژل شوي دي.
د بدخشان ولایت د پولیسو ویاند ثناالله روحاني خامه پرس خبري آژانس سره خبرو کې د پېښې په تایید سره وویل، چې پېښه تېره ورځ ( شنبه غبرګولي ۱۰ ) کوهستان ولسوالۍ کې رامنځته  شوې ده.
نوموړي وویل چې چادنه کې دوه ځوان شپانه وژل شوي دي.
د بدخشان د پولیسو ویاند د پېښې پړه پر طالبانو واچوله او وې ویل چې ماین د طالبانو لخوا خښ شوی و، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
افغانستان کې د ماین چاودنې د روانې جګړې بل اړخ دی چې د خلکو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی، داسې چې پر عمومي لارو او سړکونو هم د خلکو ژوند خوندي نه وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9f0xjyt0fz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته