دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 211070
کابل کې د حکیم الکوزي په ملاتړ لاریون شوی دی
د کابل ښار په کارته مامورین سیمه کې چېرته چې د حکیم الکوزي روغتون شتون لري، یو شمېر خلکو له هغه څخه په ملاتړ لاریون کړی دی.
حکیم الکوزی کابل ښار کې د یوناني طب یو روغتون لري، چې د کرونا ویروس ضد درملو د جوړېدا ادعا یې کړې ده.
له څو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو توده سوژه همدا ده، چې ځېنې یې ملاتړ او ځېنې یې مخالف دي.
پر خواله رسنیو د دې کس د شوې ادعا په اړه غوغا د دې لامل شوه چې عامې روغتیا وزارت مسؤلین یې روغتون ته ورشي، او د نوموړي درمل او کاري ځای له نږدې وویني.
عامې روغتیا وزارت تېره ورځ وویل چې د یاد کس روغتون یې له دې امله چې کاري جواز نه لري او روغتونو کې اړین روغتیايي تدابیر نه دي نیول شوي، تړلی دی.
خو یو شمېر خلک یې په ملاتړ پورته شوي او د دې روغتونو د بېرته پرانیستو غوښتنه کوي او وايي چې یو شمېر ډېر خلک د همدې حکیم د درملو پر مټ روغ شوي دي.
حکیم ادعا کوي چې په کرونا ویروس اخته کسان د دې لخوا جوړي شوي یوناني درمل یې په درې ساعتونو کې روغوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcguq9xzak9qz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته