دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 211077
پروان کې پر کور د هاون لګېدو د یوې کورنۍ د ۳ غړو ژوند اخیستی
پر ولایت کې د ملکي کسانو پر کور د هاون مرمۍ لګېدو له کبله د یوې کورنۍ دریوو غړو ژوند له لاسه ورکړی او ۵ تنه نور ټپیان دي.
د پروان د والي ویانده، وحیده شهکار نن(یک شنبې د غبرګولي په ۱۱مه نېټه) وايي چې دغه هاوان د طالبانو لخوا سیاه ګرد ولسوالۍ جوي دختر کلي کې د افغان ځوکونو پر پوستې ویشتل شوی وو چې پر یوه کور لګېدلی دی.
په همدې حال کې د قربانیانو د کورنۍ غړو تېره ورځ د کابل ـ بامیان لاره د څو ساعتونو لپاره د اعتراض په ډول وتړله او ادعا یې وکړه چې دغه هاوان د افغان ځواکونو لخوا ویشتل شوی دی.
 هغو د پېښې عاملانو ته د سزا ورکړې غوښتنه کړې.
د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیه قومندان، حسین شاه مقصودي څرګندوي:«‎پولیسو په دې تړاو څېړنې پیل کړې دي او وروسته به مالوماتو له رسنیو سره شریک شي.»
په همدې حال کې طالبانو پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5f0x5yt0fz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته