د تخار ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې تېره ورځ د افغان ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د یاد ولایت په فرخار ولسوالۍ پیره کنده کاو سیمه کې د غیر مسئوله وسلوالو یو بانډ نېولی دی.
چارواکي زیاتوي، چې یادې ډلې لومړی له افغان ځواکونو سره وسلواله نښته کړې، چې په پایله کې دوه تنه ووژل شول او ۶تنه نور ونیول شول.
چارواکي وایي، چې نیول شوو کسانو په وژنو، تښتوونو او نورو ترهګریزو پیښو کې لاس درلود.
له نیول شوو څخه ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.