په پروان کې چارواکو ویلي چې پر یوه امنیتي پوسته د وسلهوالو طالبانو په برید کې درې ملکي کسان وژل شوي دي.
د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار وویل چې پېښه د جوي دختر په سیمه کې شوې ده.
وحیده شهکار زیاته وویل: “وسلهوالو طالبانو د سیاه ګرد ولسوالۍ په جوي دختر سیمه کې د هاوان د ګولۍ ډز کړی چې هدفیې د امنیتي ځواکونو پوسته وه خو پر یوه کور لګېدلی او د یوې کورنۍ درې ځوانان په کې وژل شوي دي.