پکتیا ولایت کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

11 جوزا 1399 ساعت 17:22

د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو د یاد ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې د ۳دریو پاکستاني ترهګرو په ګډون ۲۴تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۴تنه نور ټپیان شوي دي.
امنیتي چارواکي زیاتوي، چې د طالب جنګیالیو جسدونه د جګړې په سیمه کې پاتې او له دوی څخه ۵میله کلاشینکوفونه یوه میل پیکاه او ګڼ شمیر نورې سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.



د مطلب کود: 211109

دمطلب پته: https://www.avapress.com/ps/news/211109/پکتیا-ولایت-کې-وسلوالو-طالبانو-ته-درنه-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com