دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 211112
د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب د یادي پروسي دپيل پر مهال وویل، الکترونیکي تذکرې د جرايمو د مخنیوي، د حکومتولۍ د پیاوړتیا، د نفوسو د کره شمېر معلومولو، د متوازنو خدماتو د وړاندي کولو او په ملي او نړیواله کچه ګڼ شمېر نورو برخو کي لازمو اسانتیاوو ته د لاسرسي په برخه کي موثر ګام دی.

د احصايې او معلوماتو رئیس سمېع الله مقصودي د یادي پروسې د ژر پیلېدو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، فورمې وړیا وېشل کېږي او هر مراجعه کوونکي ته به د نمونې په شکل اړوند مامور یو-یوه فورمه ډکوي او وروسته هغوی کولای سي نوري خالي فورمې ترلاسه او په خپلو کورونو کي یې ډکي کړي.
د مقصودي په خبره، که چیري کوم څوک په خپله بریښنايي تذکره کي بدلون راولي؛ نو باید لومړی په خپله اصلي(کاغذي) تذکره کي بدلون راولي، بیا وروسته هغه په بریښنايي تذکره کي د بدلون وړ دی.
نوموړي زیاته کړه، مراجعین د الکترونیکي تذکرو د ترلاسه کولو فورمې د کندهار ښار د ۱۰ ناحیې امریت، د ثبت احوال نفوس امریت، د احصایې او معلوماتو ریاست څخه ترلاسه کولای سي او همدارنګه په انلاین ډول هم نوم لیکنه امکان لري او په خبره یې مهمه نه ده، چي هر څوک باید خپلي ناحیې ته ورسي، بلکي هر مرکز ته چي لاسرسی ولري هلته دي ورسي او فورمه دي ترلاسه کړي.
 
https://avapress.com/vdcdff0xxyt0ff6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته