بل پلو د دغه هیواد د بېړنیو پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د هیواد په لر او بر کي روغتونو ته سل نور د اکسیجن ماشینونه ورکړي دي.
په سیند ایالت کي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي تر ټولو ایالتونو د کورونا وېروس ډېرې مثبتې پېښې رامخې ته سوي دي. هلته ایالتي چارواکي وايي، یوازې نن یکشبه د کورونا وېروس څه کم نهه سوه پېښې ثبت سوې دي، او شپاړس کسان له دې وېروسه مړه سوي دي.
په یاد ایالت کي په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۸ زرو اوښتی. ورپسې په پنجاب ایالت کي ۲۵ زره، په خیبرپښتونخوا کي نهه نیم زره او بلوچستان کي شاوخوا څلور زره کسان په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته سوي دي.
د پاکستانيو چارواکو په خبره په دغه هیواد کي تراوسه پورې تر ۲۵ زره زیات کسان له یاد رنځه رغېدلي دي.