دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۵
د مطلب کود : 211138
د چین له کبله؛ امریکا د روغتیا نړیوال سازمان سره اړیکې پرې کړې
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر اعلان وکړ چې د روغتیا نړیوال سازمان سره یې خپلې اړیکې پرې کړې.
ډونلډ ټرامپ پر روغتیایي سازمان تور پورې کوي چې دوی د کرونا ویروس له پېل څخه په دې اړه چین ته مایله دي، خو چین وایي چې «د ټرمپ دا کوښښونه د خپلو مسوولیتونو څخه د خلاصون پلمې دي».
ټرامپ د خبریالانو پرمخ وویل، «ځکه چې دوی اړین او لازم اصلاحات نه دي کړي، مونږ نن د روغتیا نړیوال سازمان سره خپلې اړیکې پرې کوو، او مونږ دغه پيسې په نړۍ کې نورو عامه روغتیایي اړتیاو ته ورکوو».
باید وویل شي چې امریکا په نړۍ کې د روغتیا نړیوال سازمان تر ټولو زیات تمویل کونکی هېواد و چې نږدې ۴۵۰ ملیونه کلنۍ مرسته یې کوله.
ټرمپ چې په اپریل میاشت کې یې له یاد سازمان سره مرستې ځنډولي، زیاتوي چې چین په نړۍ کې د کرونا وبا له کبله د سلګونو زرو مړینو عامل دی، کوم چې نړۍ ته لوی اقتصادي زیانونه هم واړول، هغه بیجینګ د ویروس خپریدو په پټولو او په نړیوالې وبا رامنځته کولو تورن کړ، هغه زیاته کړه، چې نړۍ د ویروس په اړه له چین څخه ځوابونه غواړي په دې اړه باید موږ روڼتیا ولرو.
له دې وړاندې هم ټرمپ پر روغتیا نړیوال سازمان تور پورې کړی و چې تر ټولو زیات تمویلوونکي دوی دي خو بیا هم یاد سازمان د چین په لاسونو کې نانځکه «ګوډاګۍ» ده، له کومه ځایه چې په ۲۰۱۹م کال کې دغه وبا پېل شوې.
د یادونې وړ ده چې د کرونا وبا تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې او د مړینو زیات شمېر په امریکا کې دي، د تازه شمېرو له مخې دغه هېواد کې تر دې دمه یو ملیون او ۷۴ لکه مثبتې پېښې ثبت شوي چې له کبله یې ۱۰۲زره کسان مړه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcbf8b5wrhb88p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته