دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۹
د مطلب کود : 211163
د کاپیسا د ترافیکو د تنظیم امر ووژل
د کاپیسا ولایت امنیتي چارواکي د دغه ولایت د ترافیکو د تنظیم امر له وژل کېدو خبر ورکوي.
 د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند، شایق شورش نن(دوشنبې د غبرګولي په ۱۲مه نېټه) څرګندوي چې سمونیار سید منیر سهار کله چې د دندې پر لور روان وو د وسله والو برید لاندې راغلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
شورش وايي چې د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي دي.
په همدې حال کې د کاپیسا د مرکز، محمود راقي اوسېدونکو هم د دغې وژنې په تړاو په اعتراضونو لاس پورې کړی دی.
دوی د پېښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي.
د کاپیسا پولیس د پېښې په تړاو د څېړنو خبر ورکوي.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
https://avapress.com/vdcjmve8tuqevvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته