دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 211164
بدخشان کې له سېلاب‌ځپلو سره ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته وشوه
د افغانستان حکومت په بدخشان کې له سېلاب‌ځپلو سره ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه.
د دغو مرستو د رسولو لپاره پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر غلام بهاوالدین جیلاني پرون بدخشان ته تللی و.
دی وايي: "موږ مرستې نغد له ځانه سره راوړي. نورې مرستې به هم په څو راتلونکو ورځو کې د بدخشان د بېړنیو حالاتو ادارې ته ورسېږي. مرستې باید لومړی هغو کسانو ته چې واقعاً ډېر زیان‌یې لیدلی وسپارل شي."
د بدخشان چارواکو ویلي چې په یمګان، شهدا، بهارک، شکی، ارګو او فیض‌اباد ښار کې د سېلابونو راوتلو تر اوسه درې کسان مړه کړي او شااوخوا ۲۰۰ کورونه‌یې وران کړي دي.
په بدخشان کې هر کال د سېلابونو د راوتلو او د ځمکې د ښویېدو په پېښه کې لسګونه کسان مړه شوي چې یوه تر ټولو لویه پېښه د ۱۳۹۳ کال د غويي میاشت په ارګ ولسوالۍ کې شوې وه.
هغه کال په ارګو کې اب باریک کلی د غره د ښویېدو په پېښه کې تر خاورو او ډبرو لاندې شو او دوه نیم زره کسان په‌کې مړه شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcai6nuy49n661.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته