کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د فوټبال لوبډلې پخوانی ورساتونکی له کرونا ویروسه ومړ

12 جوزا 1399 ساعت 15:07

د افغانستان د فوټبال لوبډلې پخوانی ورساتونکی صادق ابراهیمي، چې پر کرونا ویروس اخته شوی و مړ شوی دی.


د صادق ابراهیمي ورور د هغه مړینه منلې او وایي، چې ارواښاد له کرونا ویروسه مړ شوی دی.
ارواښاد په  ۲۰۰۲ او ۲۰۰۷ کلونو تر منځ د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د ورساتونکي دنده تر سره کړې ده.
هغه د  ۲۰۰۲ کال د جنوبي  کوریا د بوسان په آسیایي او په ۲۰۰۵  کال کې د بنګلدېش او ترکمنستان سره په لوبو کې د افغانستان د ملي لوبډلې ملتیا لرله.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د فوټسال ملي لړبډلې ورساتونکی علی رضا قرباني هم همدا اوس پر کرونا ویروس اخته شوی دی.
قرباني پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې له کرونا ویروس سره یې مبارزه روانه ساتلې، کرونا راڅملولی یم … ورسره بې پروایي مکوي.
د یادونې ده، چې تر دې دمه په افغانستان کې ۱۵۲۰۵ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي دي.


د مطلب کود: 211184

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/211184/د-افغانستان-فوټبال-لوبډلې-پخوانی-ورساتونکی-له-کرونا-ویروسه-ومړ

آوا
  https://www.avapress.com